په کندوز ولایت کې کروندګر د اینجې بیو له ټیټوالي شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې یاد بوټي ته د بازار موندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي. د دغه طبي بوټي کروندګر وایي، وروستیو کلونو کې یې کښت زیات شوی دی ځکه خو یې بیې هم ټیټې شوي دي. خو د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین ډاډ ورکوي چې دغه ولایت کې به د انجې کروندګرو ستونزې حل او حاصلاتو ته به یې مناسب بازار پیدا کړي. د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېر پربنسټ په ورستیو کلونو کې د دغه ولایت بېلابېلو برخو کې له زر هکتاره زیاتې ځمکې باندې اینجه یا انغوزه کرل شوې ده.