د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مالیزیا د لومړي وزیر له استازې ډاکتر شاهزلینا او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د سرپرست حکومت د اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ، د افغانستان پراخه کاني زېرمو او د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو، د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په یادونې سره ویلي، چې اوس پانګوال کولی شي په ډاډ زړه او پوره روڼتیا سره د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي. ورته مهال د مالیزیا د لومړي وزیر استازې اغلې شاهزلینا په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانانو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.