اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د کډوالۍ له نړۍوالې ادارې سره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي. د اروپايي ټولنې په پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ میلیونه افغانان راستانه شوي دي. د دغې ټولنې په وینا، د کډوالۍ نړۍواله اداره به د روغتیایي پاملرنې، حقوقي مرستې، حرفوي زدهکړې او تعلیم په برخه کې ځینې اسانتیاوې هم چمتو کړي. دغه ټولنه ټینګار کوي، چې په راستنېدونکو کسانو کې تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنونکي دي چې دوی ته تر ټولو ډېر لومړیتوب ورکوي.