د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ترکمنستاني او قزاقستاني پلاوي سره یې د ټرانزيټ په برخه کې درې اړخیزه هوکړه کړې ده. دغه وزارت نن په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د ترکمنستان سره د تورغونډۍ په بندر کې د یو ستر لوژیستیکي مرکز په پرانیستلو هم سلا شوي دي. دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان د کاني ډبرو په تېره بیا د مرمرو او سمنټو په صادرولو هم هوکړه شوې ده. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ، د نفتو ګازو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول او د بانکي اړیکو په پراختیا هم اړین بحثونه شوي دي. دارنګه پتییل شوې، چې د درې واړه خواوو تر منځ به درې اړخیزه ناسته هم وشي؛ خو د ناستې وخت یې روښانه کړی نه دی.