د تانزانیا صدراعظم قاسم ماجاليوا ویلي، چې بارانونو او سیلابونو یې په هېواد کې ۱۵۵ تنه مړه کړي او ۲۳۶ تنه نور یې ژوبل کړي دي. نوموړي ویلي دي چې د سیلابونو او بارانونو له کبله څه باندې ۲۰۰زره نور خلک زیانمن شوي دي. نوموړي له هغو خلکو څخه، چې د سیلابونو سیمو ته نږدې اوسېږي، غوښتي چې نورو سیمو ته وکوچېږي. هغه همدغه راز له سیمه ایزو چارواکو وغوښتل هغو خلکو ته مرستې ورسوي چې کورونه یې ویجاړ شوي دي.