یو امریکایي چارواکي ویلي، چې واشنګټن به اوکراین ته د ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د نویو وسلو د اخیستلو اعلان وکړي. دغه امریکايي مقام، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا اعلان به نن وشي. پولټیکو رسنۍ په لومړي ځل اوکراین ته د امریکا د وسلو د دغو مرستو په اړه راپور خپور کړی و. تر دې دمه سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند جګړن چارلي ډیټز ویلي چې واشنګټن اوکراین ته د لري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزایل ورکړي دي.