په عامه اړیکو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار وحید عمر وایي چې طالبان د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر وړاندې اسدلال نه شي کولی او له همدې امله یې بین الافغاني خبرې ځنډولې دي. نوموړي نن په کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې طالبان هیڅ راز ولسي ملاتړ او سرمایه نه لري او د ضعف ټکی یې دا دی چې دوی علمي، فرهنګي، اقتصادي پانګه نه لري او نه شي کولی د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پر وړاندې استدلال وکړي له همدې امله یې خبرې ځنډولې او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی.
































