وروسته تر هغه چې سعودي عربستان، پاکستان ته ورکړی یو میلیارد ډالر پور بېرته واخیست او د نورو ۶.۲ میلیارد ډالره پور او تېلي مرستو درولو خبره یې وکړه، د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه سعودي عربستان ته ځي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د باجوه د سفر موخه له سعودي سره د اړیکو عادي کول بلل شوي دي. د پاکستان او سعودي اړیکې وروسته تر هغه ترینګلې شوې دي چې پاکستان له سعودي څخه غوښتنه وکړه چې د کشمیر په مسئله کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه راوبولي خو سعودي یې غوښتنه رد او پرېکړه یې وکړه چې دغه هېواد ته به نه پور او نه هم تېل ورکوي.
































