طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په ټول هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې د دغه سېلابونو له امله ۲۰۶۴ کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۱۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده. جانان سایق دغه راز وايي، چې د دغو سېلابونو له امله ۱۱۷ تنه مړه شوي او ۹۴ نور ټپيان شوي دي. تر دې وړاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د وري میاشتې په ۲۷ نېټه ویلي و، چې هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۵۰ تنه مړه شوي او ۳۶ تنه نور ټپيان دي.