د چين ولسمشر شي جين پينګ د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلينکن سره وکتل. شي جين پينګ په دغه کتنه کې ويلي، دواړه هېوادونه باید همکاران وي، نه سیالان، يو بل ته د زیان رسولو پر ځای دې یو له بل څخه برياوې تر لاسه کړي او د ناسمې سیالۍ پر ځای دې خپلمنځي توپيرونه لرې کړي. د چين او امريکا ترمنځ د ديالوګ پياوړی کول، د توپيرونو کنټرول او د همکارۍ پياوړتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده.