د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له دوو چارواکو سره د کتنې پر مهال د زدهکړو په ډګر، په تېره د نجونو د تعلیم او همداراز د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه. ښاغلی کرزي د اروپايي کمیسیون د آسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر پیټریس اوستوبس او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژ دافیرې رافایلا یودیچې سره په پرونۍ کتنه کې دا څرګندونې کړې دي. کرزي په دې کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه هم وکړه.