د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت د سیاسي مرستیالۍ چارسمبالی جان باس د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه د قطري او پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته سفر کوي. د دغه وزارت په وینا، دغه سفر به د غويي میاشتې له ۷مې تر ۱۱مې نېټې دوام وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې جان بس به په دوحه کې د قطر له لوړپوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټیکو پلاوو سره د افغانستان څځه د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې اترې وکړي. دغه وزارت دغه راز ویلي، چې جان بس به په اسلام اباد کې د امریکا او پاکستان تر منځ «د سیمهییزو او دوه اړخیزو مسلو» په اړه له لوړپوړو دولتي چارواکو سره وغږېږي.