د برازیل د بیړنو حالاتو سره د مبارزې مسوولینو ویلي، چې ددغه هېواد په جنوب کې په یو غیر فعال هوټل کې د اور لګېدو په پېښه کې لس تنه مړه شوي دي. د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې مسوولینو په وینا، په دغه هوټل کې چې د برازیل په جنوبي ښار “پورتو الګري” کې موقعیت لري، یو شمېر بې کوره کسانو پناه اخیستې وه. د دغه سیمې ښاروال ویلي، چې د پېښې څو ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو نوموړي د قربانیانو د کره شمېر په اړه یې څه نه دی ویلي. په ورته وخت کې، سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې د اور لګېدو په دې پېښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.