په کابل کې د افغان – قزاق دوه ورځنی نړۍوال نندارتون چې د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو، مسوولینو او ډيپلوماټانو، شرکتونو او پانګوالو په شتون کې دوه ورځې وړاندې پرانیستل شوی و، پای ته ورسېد. د چارواکو په خبره دغه نندارتون چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او لا ښه کېدو، په سیمه ییزه کچه د اقتصادي انزوا له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په دغه نندارتون کې د کرنې، کانونو، سوداګرۍ، بانکي، ټکنالوژۍ او مخابراتو په ګډون د ۱۳ سکټورونو شاوخوا ۸۰ شرکتونو ګډون کړی و او خپل تولیدات او محصولات یې په کې نندارې ته ایښي و. په یاد نندارتون کې د ګډون کوونکو شرکتونو لپاره د B2B ناستو لپاره د زمینې برابرول هم شامل و، چې په ترڅ کې یې د شرکتونو استازو ترمنځ ځیني هوکړې هم وشوې.