د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې له ایرانه تر ۲زرو ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه ستانه شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې ۲زره او ۵۲۲ افغان کډوال له ایرانه د غویي په ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د هرات ولایت د اسلام کلا سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، په راستنو شویو کسانو کې ۳۲۰ تنه یې اړمن پېژندل شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شوي دي. د یو بل خبر له مخې له پاکستانه هم تر زرو ډېر کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړای شول. دغه وزارت لیکلي، چې د غویي په ۶مه او ۷مه نېټه یو زرو ۲۴۳ کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو ستانه شوي دي.