د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، له سیاسي بدلون وروسته دې ولایت ته د تلونکو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. دوی د دغې چارې موخه په هېواد کې سرتاسري امنیت او د دغه ولایت ښکلې او طبیعي منظرې ګڼي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د سیلانیانو د لا زیاتو جذبېدو لپاره حکومت یو شمېر وړې کښتې دغه ولایت ته لېږدولي او مرکز پارون کې یې د دوو غرونو تر منځ د دوو کېلو مټره په اوږدوالي، د هوايي ځانګو جوړول هم منظور شوي، خو د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله یې چارې ځنډېدلي دي. د دغه ولایت اوسېدونکي هم دغه ولایت ته په زیاته کچه د سیلانیانو د ور ماتېدو خبره کوي او له سرپرست حکومته دغه ولایت ته د غځېدلې لارې د جوړېدو غوښتنه کوي.