د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد اکبر اکبري ویلي، چې د یاد ولایت د درایم ولسوالۍ په خواسپک، ګرګیان او نیمتله سیمو کې او د تشکان ولسوالۍ په غوري سنګ، احمد آباد، المیچ، آسیاه، نوران او یارساز کلیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو زر جریبه کرنیزې ځمکې او په ټولیزه توګه ۵۷ کورونه ۱۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه، د آسیاب محلي ماشینونه، فرعي پلګوټي او سړکونه ویجاړ شوي او ۲۰ څاروي تلف شوي دي. د یادونې وړده، چې د تېرې شپې د بارانونو له امله د فیض آباد – بهارک ولسوالۍ لاره د تګ راتګ پرمخ بنده شوې ده.