د ستراتیژیست په نامه اسټرالیایي انسټیټیوټ د افغانستان په اړه اوږد راپور کې لیکلي چې امریکا اوس په هغه موقف کې ده چې کلونه پخوا دلته روسیې لرل او د هغوی په څېر هڅه کوي یوازې د خپلو سرتېرو وتو ته زمینه برابره کړي. راپور کې راغلي چې له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه له خورا ډېرو نیمګرتیاوو ډکه ده. راپور کاږي، که څه هم خلیلزاد هڅه کوي د سیمه ییزو هېوادونو په مرسته طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي خو دا له وخت وروسته خبره ده، ځکه د سرچینې په خبره، امریکا باید تر تړون مخکې په دې فکر کړی وای چې څه ډول د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې سولې یقیني کولی شي. د راپور یوه برخه کې راغلي، ټرمپ پرته له دې چې د افغانستان کمزورې ادارې ته وګوري راتلونکو ټاکنو کې یې د خپلې بریا لپاره یوه کمزورې هوکړه وکړه، داسې هوکړه چې نه پکې طالبان مکلف شوي چې تاوتریخوالی کم کړي، نه هم په دغه هېواد کې د بهرنیو د مداخلو په اړه څه ویل شوي او دا ښیي چې شوې هوکړه کې د یو ثابت او دوام لرونکي سیاسي جوړجاړي لپاره امکانات خورا لږ دي.
































