د سورينام ولسمشر چاندريکاپيرساد سانتوخي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه، د اپرېل له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړه. نوموړي په دغه سفر کې په بېجينګ کې د چين ميډيا ګروپ له خبریال سره ځانګړې مرکه کړې ده.
سږ کال د چين او سورينا تر منځ د سياسي اړيکو د ټینګېدو له ۴۸مې کلیزې سره برابر دی.
نوموړي په مرکه کې ويلي، چې سورينام او چين په خپلو منځو کې ښه دوستي ساتلې ده.
نوموړي څو څو ځلې د سورينام د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د چينايانو د سترو خدمتونو ستاينه وکړه. همداراز نوموړي د کمربند او لارې وړانديز ستاينه هم وکړه.
سر بېره پر دې، نوموړي د مرکې په ترڅ کې وويل، چې چين د کمربند او لارې وړانديز د پلي کولو پهبهیر کې لارښوونکی رول لوبولی او د نړيوالې سمسورتيا په برخه کې يې د نوي پرمختګ نظرونه وړاندې کړي دي.