د لاتویا هیواد لوړ پوړو چارواکو له خپلو وګړو غوښتي چې د خپلو کورونو په ټیټو پوړو کې د بمباریو ضد پټنځایونه جوړ کړي. په بالتیک سیمه کې د پخواني شوروي اتحاد دا غړی هېواد وېره لري چې کیدای شي د روسیې له خوا ورباندې برید وشي. لاتویا د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) او اروپايي اتحادیې غړی دی چې له روسیې سره ۲۱۴ کیلومتره ګډه پوله لري او پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې د کیف له سختو ملاتړو ګڼل کیږي. د لاتویا مقاماتو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په دغه هېواد کې د “د پاک کارۍ عمومي ورځ” نمانځل کیږي.