د سرپل ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د الفتح ولسوالۍ په ده میانه سیمه کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د یاد ولایت د والي ویاند حبیب الله مسرور ویلي، چې د الفتح ولسوالۍ په ده میانه کلي کې د یوه کور چت د پرېوتو له امله يوه ښځه مړه او د یوې کورنۍ ٧ تنه ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله یو شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونو اوښتي دي.
































