د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین سره په کتنه کې ويلي، چې سرپرست حکومت غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه، سیمه ییز اقتصادي او سوداګریز فرصتونه رامنځته، تشخیص او ترې استفاده وکړي. هغه زياته کړې چې د سیمې د ثبات لپاره اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه په ګډه د منطقې ثبات او توسعې ته پراختیا ورکړي. ژومانګارین د تېرې پنجشنبې ناسته کې څرګنده کړې، چې دا مهال افغانستان د سیمې په کچه د ارامۍ بېلګه ده له همدې امله نړۍ غواړي په بېلا بېلو برخو کې له سرپرست حکومت سره اړیکې جوړې کړي. د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، د کابل او الماتا تر منځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې په فرهنګي برخه کې له افغان حکومت سره دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دي. نوموړي د سیمې په کچه د لویو پروژو د پیل غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده، چې د سیمې د ثبات لپاره د سیمه ییزو پروژو عملي کول مهم دي.
































