د سره صلیب نړیوالې ادارې چارواکو په اسلام آباد غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې ورو شي تر څو افغانستان وکړی شي د راستنو شویو کډوالو لپاره په سمه توګه لارې چارې برابرې کړي. د آسیا آرام سمندر هیوادونو لپاره د سره صلیب نړیوال فدارسیون سمیه ایز مشر الکزاندر ماتیو پرون ویلي، چې مهمه ده د پاکستان د حکومت څخه وغوښتل شي چې په یو وخت کې لږ شمېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه کړي تر څو د افغان چارواکي وکړای شي په سمه توګه ورته ترتیبات ونیسي. ماتیو چې دوحې څخه یې په ژنیو کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې پنځه ځله افغانستان ته سفرونه کړي او د افغانستان اوسنیو چارواکو سره یې د پاکستان څخه راستنو شویو افغان کډوالو د ستونزو په هکله يې ورسره خبرې کړې دي.
































