په ترکیه کې پرون د هغو بېړیو مخه نیول شوې چې غوښتل یې غزې ته بېړنۍ بشري مرستې ولیږدوي. د بېړیو د دغه کتار تنظیموونکو د دې کار لامل د اسراییلو له لوري فشار بللی دی. د مرستندویو ټولنو یو ایتلاف چې دغه کتار یې تنظیم کړی، ویلي چې له کتار څخه د ګینا بساو بیرغ لرونکو دوو بېړیو ایستل کېدل، چې په زرګونو ټنه بېړنۍ مرستې پکې بار دي، غزې ته د مرستو په لېږدولو کې خنډ رامنځته کړی دی. په خبرپاڼه کې د دغو بېړیو مخنیوی یو واضح سیاسي اقدام بلل شوی دی. شاوخوا ۲۸۰ رضاکارانو د ترکیې په استانبول کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ایسارو شویو کښتیو د خلاصون غوښتنه کړې ده. د دغه کتار درې کښتۍ چې د استانبول په جنوب توزلا بندر کې ولاړې دي، د یوې اونۍ راهیسې غزې ته د تګ انتظار باسي.