د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناروې کمېټې په مرسته ۵۰ کورنیو ته، د شاتو مچۍ ورکړل شوې. د مسوولینو په خبره هرې کورنۍ ته ۵ صندوقه مچۍ، څلور قلمه درمل او یو عدد سمپاش ورکول شوی دی. د فاریاب د ریاست د کرنې امر ویلي، چې له دغې پروسې څخه یې موخې مېرمنو ته د کاري زمینې برابرول او د کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي. له دغو مرستو څخه برخمنې کورنۍ خوښې دي او د ورته نورو پروژو د پلې کېدا غوښتنه هم کوي.
































