د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوه ښوونځي ۶ تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق ویلي، چې د بلخ د چهار کنت ولسوالۍ په خواجه قفتال کلي کې د ښوونځي زدهکوونکو یو موټر له سړک اوښتی چې په کې یو زدهکوونکی مړ او د موټر چلوونکي په ګډون ۵ نور ټپیان شوي دي. د دغې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
































