د اقتصاد سرپرست وزیر د اسیایی هېوادونو لپاره د اروپایي ټولنې د اړیکو څانګې له مشر پیترس اوستوبس او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافیلا یودیچې او مل پلاوي سره لیدلي. دې لیدنه کې پیترس اوستوبس ویلي، اروپايي ټولنه چمتو ده، چې له افغانستان سره د بشري او پراختیايي مرستو سربېره د خصوصي سکتور د ملاتړ، د کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا او د ۱۱.۸ میلیونه یورو په ارزښت د اقتصاد وزارت په همکارۍ ښځینه سوداګرو او پانګوالو ته د کوچنیو قرضو د ورکړې لړۍ پیل کړي. نوموړي زیاته کړې؛ یاده ټولنه په پام کې لري، چې په شاوخوا ۲۵۰ کلیو کې د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت یو شمېر پروژې پیل او ۳۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
































