د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو پر دوام د هېواد د صرافانو ټولنې لخوا جوړ شوي ۴۰ نور کورونه هم د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته وسپارل شول. د هرات ولایت د صرافانو ټولنه وایي، چې دغه کورونو د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. تېره اونۍ هرات کې ځايي چارواکو ويلي وو، چې زلزله ځپلو ته د کورونو او ودانیو جوړولو چارې اوس هم روانې دي او په خبره یې چې په نږدې راتلونکي کې به د روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو په ګډون تر زرو پورې کورونه جوړ شي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د تېرې تلې میاشتې په ۱۵مه په پرله پسې زلزلو کې تر ۱۴۰۰ډېر کسان مړه شوي او ۱۱ زره نور ټپیان شوي وو.
































