د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، ویلي، چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه د غنمو، سبو او هندواڼو فصلونه، لسګونه جریبه بڼونه، سلګونه څاروي، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او نږدې ۱۴ زره متره کانالونه له منځه تللي دي. د ننګرهار کرنې رییس پر نړیوالو او کورنیو مرستندویه ادارو غږ کړی، چې د سېلابونو له امله د زیانمنو افغانانو لاسنیوي برخه کې بېړني اقدامات ترسره کړي.