د بامیانو امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د کمیابه مرغانو د ښکار په تړاو د ۵ تنو د نیولو خبر ورکړی دی. د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې امنیتی منسوبینو هغه ۵ تنه نیولي، چې د کمیابه مرغانو د ښکار لپاره شیبر ولسوالۍ ته تللي وو. د نوموړي په وینا له نیول شویو کسانو څخه یوه چره یي ټوپک او څو ښکار شوي مرغان هم ترلاسه شوي دي.