روسي رسنیو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین له قوله لیکلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل په دغه هیواد کې د پراخبنسټه حکومت پر جوړېدو پورې تړاو لري. ګالوزین ویلي، چې مسکو له کابل سره خپلې کاري اړیکې ساتي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ټولو قومونو له ګډون سره یو ټولګډونی حکومت رامنځته شي. نوموړي زیاته کړې داسې حکومت چې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ګوندونو استازي پهکې ګډون ولري.» بل خوا په قطر کې دسرپرست حکومت سیاسي دفتر رییس د دغه روسي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، اوسنی حکومت ټولګډونی دی او د ټولو قومونو استازي پهکې شته دي.