د رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي پر افغان سوله خبرې کړې دي او دواړو لورو ژمنه کړې چې له دغه بهیر سره به هر اړخیزه همکاري کوي. کاملوف ویلي که افغانستان ته ثبات راځي نو د پاکستان او ازبکستان پر سوداګرۍ به مستقیم اغيز ولري او ددواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې خورا پیاوړې شي. نوموړي له پاکستان غوښتي چې په دې برخه کې همکارۍ ډېرې کړي څو په دې توګه ټوله سیمه وده وکړي. پاکستان هم ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي.
































