د میدانوردګو ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له شاوخواه ۲۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو وایي، چې د دوی تر څارنې لاندې د نړیوال خوراکي پروګرام(WFP) په مالي مرسته او د (NECDO) موسسې په تخنیکي همکاري په نرخ ولسوالي کې له شاوخوا ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکې توکو مرسته شوې. د مسوولینو په خبره هري کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۴.۵۵ ليټره غوړي، (۶.۲۵) کيلودال او د ماشومانو د خوارځواکۍ لپاره اړین توکي هم وېشل شوي دي.