د ملي موزیم مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېر کال کې یې ۵۰۰ تاریخي او لرغوني اثار ترمیم کړي دي. د مسوولینو په خبره په ترمیم شویو اثارو کې مجسمې، سکې او د بېلابېلو دورو لوښي شامل دي. د ملي موزیم مرستیال وایي، تېر کال ۵۰۰ تاریخي او لرغوني اثار ترمیم شوي دي. د هغه په وینا، ډېرې هغه اثار چې زیانمن شوي په دې برخه کې بېرته رغول کیږي. دغه راز د ملي موزیم د ترمیم څانګې مسووولان بیا وایي، د تاريخي او لرغونو اثارو د مرمت لپاره د توکو او وسايلو له کمښت سره مخ دي. دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د ملي موزیم د اثارو د بیارغاونې لپاره د تجهیزاتو او موادو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.