د کندهار ولایت سپین بولدک ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سترو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین بولدک بازار له مرکزي څلور لارې څخه د وېش بازار تر پایه د سړک د دواړو غاړو د جوړولو او د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولسوالۍ اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد جنوب لوېديځه حوزه کې د ملګرو ملتونو اړوند د پرمختیايي پروژو مسوول جيسن هانډينا د کندهار مرستیال والي سره په کتنه کې د کندهار په خاکرېز، تختهپُل، غورک او سپين بولدک ولسوالیو کې د یوه ـ یوه چېکډېم د جوړولو ژمنه هم کړې ده.