د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د کان کیندنې په برخه کې د یوې سترې چینایي کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، له هېواد نه د باندې د پروسس په موخه د خامو کاني موادو د صادراتو اجازه نه ورکوي. نوموړي ویلي، د سرپرست حکومت له شرایطو سره سم هغه کاني توکي چې په هېواد کې دننه پروسس کیږي، دوی یې مرسته او ملاتړ کوي او له هېواد نه د باندې د پروسس په موخه د کاني موادو صادراتو ته اجازه نه ورکوي. د چین د کان کېندنې ترټولو د سترې کمپنۍ (MCC) رییس د کانونو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د مسو، سربو او چستو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.