په هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسینو لومړنی ملي کمپاین پیل شو. د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه کمپاین چې نن پیل شوی چې د روانې میاشتې تر ۱۳مې به دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې ۱۰.۷ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ دي. یاد وزارت ویلي، چې دغه کمپاین به په بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې د سختو ورښتونو او یخې هوا له امله څو ورځې وروسته پیل شي.