د کندوز، بدخشان او لوګر سیمه ییزو مسوولینو په دغو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی. د کندو ز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي، چې د یاد ولایت د آقتاش ولسوالۍ په یوشمېر کلیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو شاوخوا ۳۰۰ کورونه، له ۱۵۰۰ څخه تر۲۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې او یوکس مړ شوی دی. په ورته وخت کې د لوګر د آزرې ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو ۹۰ کورونه، شاوخوا ۱۸۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ او نږدې ۲۰ څاروي تلف شوي دي. د چارواکو په وینا د یاد ولایت د ازرې ولسوالۍ یوشمېر سیمو له تېرې شپې څخه تراوسه پورې د واورو د اورښت شاهد دی. دغه راز په بدخشان کې هم د پرله پسې اورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو ۵ کورونه ویجاړ او ۳۰ څاروي له منځه تللي دي.