افغان حکومت د اتیا طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړی دی. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پرون د څرخي پله له زندان د طالبانو اتیا بندیان خوشي شوي دي. د سرچینې په خبره دا کسان د هغه څلور سوه بندیانو له ډلې دي چې ولسمشر یې د مشورتي لویې جرګې په غوښتنه د خوشي کولو فرمان صادر کړی دی. ملي امنیت شورا وایي خوشي شوو طالب بندیانو لوړه کړې چې د افغان حکومت پر وړاندې به جګړه نه کوي او په نظامي فعالیتونو کې به برخه نه اخلي. حکومت پر طالبانو غږ کړی چې دوی دې هم خپلې ژمنې عملي کړي، تاوتریخوالی دې کم کړي، بین الافغاني خبرې دې پيل کړي او د افغانانو غوښتنو ته دې لبیک ووايي.
































