د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د تېرې وري میاشتې پرمهال د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي. د مسوولینو په وینا، د سېلابونو ترڅنګ، توپانونو، ږلۍ او تالندې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولې دي. د هلمند د امینې قومندانۍ ویاند وایې چې د سېلابونو له کبله ۵۷۴۷ کورونه، ۳۵۷ دوکانونه، ۲۶۳ د ویالو کوچني بندونه، ۵ روغتیايي مرکزونه، ۱۶۶پلونه، ۶۹۳ کارېزونه او ۴۸۲ سړکونه ویجاړ شوې دي. د نوموړي په وینا، ۲۴مدرسې، ۱۰۷مسجدونه، ۲۹۰۴۶لمریزې تختې او نور زیانونه اړولې دي. همداراز ۷۹۳ څاروي او ۸۵ څاروي ورک شوې دي.