د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د دې شرکت مسوولینو د ترکمنستاني پلاوي سره په ګډه غونډه کې د هرات نورالجهاد سبسټېشن د پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو او پرانیستلو په تړاو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د برېښنا شرکت عملیاتي رییس ویلي؛ د نورالجهاد سبسټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې، چې د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي مسایلو تر حل وروسته دغه سبسټېشن فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په پرانیستلو سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا کچه لوړه او زرګونه نوي پېرودونکي به له برېښنا څخه برخمن شي.