د ریيس الوزرا په مشرۍ د کابینې یوویشتمه غونډه کې په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ، بارګيرۍ او تخليې مرکزونو په جوړولو خبرې شوې او کرنې او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، ترڅو ځانګړې شوې ځمکې تصفیه او د سرپرست حکومت د مشرتابه له حکم وروسته یې عملي چارې پیل کړي. دغه راز په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته سپارل شوې، چې د هغوی له نظر وروسته به د منظورۍ په موخه د مشرتابه مقام ته واستول شي.
































