د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو د ګډون پر اهمیت ټینګار لري. د ملګرو ملتونو د دغې ادارې افغانستان څانګې د خپلې ټویټر پاڼې له لارې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه ښځې د ماشومانو د ژغورنې لپاره هغوی ته واکسین تطبیقوي. د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې پرون د پولیو واکسیناسیون پیل شو. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، په دغه څلور ورځني کمپاین کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۱ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقږي.
































