په هسپانیې کې د کډوالو یوه کښتۍ د اتلانتیک په سمندر کې چپه شوې چې له امله یې ۵۰ تنه کډوال په اوبو کې تري تم شوي او نهه تنه ژوندي ژغورل شوي دي. د راپورونو له مخې دا کښتۍ د هسپانیې په جنوب کې د کنري ټاپو څخه تقریباً ۶۰ میله لرې په سمندر کې په بل مخ اوښتې ده. د هسپانیې د سمندري ژغورنې ملي خدماتو ادارې ویلي چې د پېښې ځای ته یې وروسته تر هغې هیلوکوپټرې د خلکو د ژغورلو لپاره واستولې چې یوې سوداګریزي کښتۍ دوی ته د کډوالو د کښتۍ چپه کېدو په اړه خبر ورکړ. دې ادارې ویلي چې ۹ ژغورل شویو کسانو د چپه شوې کښتۍ پورې ځانونه نښلولي و چې هیلوکوپترو ژغورلي دي.
































