د فراه د پوهنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر ۱۰ ښوونځیو د بیولوژیکي، فزیکي او کیمیاوي تجربو لپاره د لابراتواري او درسي توکو د وېشلو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې رییس اختر محمد زعیم ویلي، چې ۱۰ ښوونځیو ته د ۴۷۶ زره افغانیو په لګښت ۱۵۷۳ قلمه بېلابېل بیولوژیکي، فزیکي او کیميايي تجربو لپاره ځانګړي لابراتواري او درسي توکي ورکړل شوي دي. د یادو ښوونځیو زده کوونکي خوښ دي چې د تیوري درسو ترڅنګ ورته د عملي تجربو درسونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.
































