یوه هندي سوداګر د پنجشیر له والي سره په لیدنه کې د دغه ولایت په کانونو د پانګونې طرحه وړاندې کړېده. دغه هندي سوداګر په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت ستاينه کړې او ویلي يې دي، چې نور هندي سوداګر به هم وهڅوي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي. له بلېخوا د پنجشیر والي د دغه هندي سوداګر د پانګونې د طرحې هرکلی کړی او هغه ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی. ټاکل شوې دغه هندي سوداګر نن د پنجشېر زمردو په داوطلبۍ کې هم ګډون وکړي.
































