د کونړ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریسس شمس الرحمان سیلاب ویلي، چې د چپې درې ولسوالۍ په خټکو کلي کې د اروپايي ټولنې ادارې په مالي ملاتړ د ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې چې ورسره ۱۶۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. په ورته وخت کې د ډاکار موسسې مسوول انجنیر عصمت الله شمس ویلي، په یاده پروژه کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره ۵۰ متر مکعب ذخیره، او د ۵ زره ۱۳۶ مترو په اوږدوالې ذخیرې څخه نل غزونه غځول شوي دي .
































