د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاین) ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې له ۲۱ نیټې څخه وروسته بېرته افغانستان ته خپلې الوتنې پیلوي. د ترکیې د دولتي خبري اژانس اناتولیه د راپور له مخې دغه شرکت ویلي چې په اونۍ کې به د کابل او استانبول ترمنځ د یکشنبې، سې شنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو څلور الوتنې ترسره کړي. د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت افغانستان ته د ترکیې د هوايي شرکت د الوتنو د پریکړې هرکلی کړی دی او ویلي يې دي چې د دغه شرکت لپاره به د کابل هوايي ډګر ته د تګ راتګ پر مهال لازم سهولتونه برابر کړي. د دغه وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان په ټولو نړیوالو او محلي ډګرونوکې د نړیوالو معیارونو له مخې الوتکو ته خدمتونه وړاندې کیږي.
































