د امریکا کانګریس د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې د سعودي عربستان د اټومي فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي. براډ شیرمن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه غوښتنلیک کې ویلي په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې سعودي عربستان هڅه کوي اټومي وسلو ته لاسرسی ولري او امریکا یې ملاتړ کوي. د نوموړي په خبره ددغه راپورونو په اړه باید د امریکا کانګریس ته وضاحت ورکړل شي. شیرمن وایي پر سعودي عربستان هېڅ راز باور نه دی په کار، ځکه دغه هېواد خپل مخالفین د خاشقجي په څېر په اره وژني، نو اټومي وسلو ته ددوی لاسرسی سیمه له سترو ګواښونو سره مخ کولی شي.
































