د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د څارویو د مړینې د مخنیوي په موخه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د انټروټوکسیمیا یا ریخک واکسین او څارویو ته د داخلي چینجیو د درملو د تطبیق کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او یادې موسسې له لورې د کابل له ولایت څخه پیل شو. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه کمپاین د هېواد په ۲۳۹ ولسوالیو کې پلی کېږي، چې له لارې به یې یو میلیون ۴۳۴ زره ۵۰۰ څاروي د پسرلي په موسم کې او یو میلیون څاروي د مني په موسم کې، چې د دغې ناروغۍ د ډېرېدو احتمال ډېر دی، د انټروټوکسیمیا پر وړاندې واکسین کېږي.
































